IQNA

له ډرونز او توغندي پرته  هم پرعربستان کلک ګوزارونه کولی شو

16:58 - December 23, 2021
د خبر لمبر: 3485163
تهران (ایکنا) - د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف ووئيل ، مونږ  په مختلفو رودو سره  تیریګرو ته تاوان رسولی شو،داسې چې  عربستان  په راتلونکي ناکراره شي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر  هشام شرف  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل د صنعا ځواکونه له بې پيلوټه الوتکو او توغندیو څخه له استفادې پرته هم  دسعودي عرب پشمول په تیریګرو هیوادونو سخت ګوزارونه کولی شي .

هشام شرف  دغه راز ووئيل ، مونږ  په مختلفو رودو سره  تیریګرو ته تاوان رسولی شو،داسې چې  عربستان  په راتلونکي ناکراره شي .

 هغه ټينګار وکړ ،تیریګر هڅه کوي ،مونږ  له اقتصادي پلوه  په تنګڅې کې راولي،هماغه ډول چې  غواړي یمن منزوي کړي .

خو باید په یاد ولري چې د یمن حکومت او ولس به هیڅکله هم د تیریګرو جنایتونو او تیریو په وړاندې تسلیم نشي او د دوی سپير خوبونه به هیڅکله هم پوره نشي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i110080

captcha